د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر فاریاب کې وژل شوی دی

22 عقرب 1399 ساعت 14:06

ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عزیز یولداش د فاریاب د غورماچ ولسولاۍ په سعیدګل کلي کې وژل شوی دی.

دفاع وزرات د عزیز یولداش د وژل کېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو وايي په عملیاتو کې د هغه زوی هم ټپي شوی دی.

خبرپاڼه وايي، عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په فاریاب کې په ناامنیو، تروریستي فعالیتونو او زموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود.

د یادونې ده، چې عزیز یولداش د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د مشر طاهر یولداش زوی دی.

طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com