۰

د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر فاریاب کې وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر فاریاب کې وژل شوی دی
ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عزیز یولداش د فاریاب د غورماچ ولسولاۍ په سعیدګل کلي کې وژل شوی دی.

دفاع وزرات د عزیز یولداش د وژل کېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو وايي په عملیاتو کې د هغه زوی هم ټپي شوی دی.

خبرپاڼه وايي، عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په فاریاب کې په ناامنیو، تروریستي فعالیتونو او زموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود.

د یادونې ده، چې عزیز یولداش د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د مشر طاهر یولداش زوی دی.

طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي