د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي

24 عقرب 1399 ساعت 9:26

ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د راتلونکې پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته په رسمي سفر راشي.


ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د راتلونکې پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته په رسمي سفر راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل ته د عمران خان د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزه اړیکو او افغان سولې پروسې باندې خبرې کول دي.

پاکستانۍ رسنیو هم کابل ته د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي وايي، خان به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.

په ورته وخت د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

نوموړي ویلي، چې لومړی به د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نږدې همکار ښاغلي رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او ورپسې به ښاغلی عمران خان هم سفر وکړي.

د یادونې ده، چې عمران خان ته د سېپټمبر په ۲۵مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا کابل ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
 
 


د مطلب کود: 133394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com