۰

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي

شنبی ۲۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د راتلونکې پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته په رسمي سفر راشي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راځي
ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د راتلونکې پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته په رسمي سفر راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل ته د عمران خان د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزه اړیکو او افغان سولې پروسې باندې خبرې کول دي.

پاکستانۍ رسنیو هم کابل ته د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي وايي، خان به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.

په ورته وخت د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

نوموړي ویلي، چې لومړی به د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نږدې همکار ښاغلي رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او ورپسې به ښاغلی عمران خان هم سفر وکړي.

د یادونې ده، چې عمران خان ته د سېپټمبر په ۲۵مه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا کابل ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي