۰
امرالله صالح:

پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح وژل شوی او درېیم هم نیول شوی دی

دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پر کابل پوهنتون د خونړي برید دوهم طراح له افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی او درېیم یې نیول شوی دی.
پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح وژل شوی او درېیم هم نیول شوی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پر کابل پوهنتون د خونړي برید دوهم طراح له افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی او درېیم یې نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لړم ۲۶ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح احمد نومېږي او له برید وروسته پکتیا ته تللی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې نوموړی په پکتیا کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه راز ښاغلی صالح وايي، د دغه برید درېیم طراح هم پکتیا کې نیول شوی، چې تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راولېږدول شي.
 
دی زیاتوي، چې پر کابل پوهنتون د برید په اړه څېړنې او پلټنې په جدیت سره مخ ته روانې دي او له هر پرمختګ وروسته به معلومات له خلکو سره شریک شي.
 
ښاغلی صالح وايي، د دغه قضیې د پرمختګ په برخه کې وایي، عادل نوم چې لومړی طراح و، اقرار کړی، چې پر پوهنتون برید یې ۱۰ ورځې وړاندې جوړ کړی وو.
 
د هغه په وینا دوی دې ته په پاملرنې چې څه ډول وکولی شي پوهنتون ته د ننه شي، ځان د شیک پوشه محصلینو په څېر جوړ کړی و، تر څو پولیس ورته متوجه نه شي او بیکونه یې تلاشي نه کړي.

عادل نومي په اعتراف کې دا هم ویلي، دوی دا پلان هم نیول و، چې که پولیس د یوه بریدګر بیک تلاشي کوي دوهم باید سملاسي د تومانچې پر وسیله په پولیس برید وکړي او ویې وژني.

د ولسشمر لومړی مرستیال وايي، په پوهنتون کې د ځانمرګي هویت هم اوس په ډاګه شوی او په دې اړه به معلومات یو یا دوه ورځې وروسته به ملت ته ور وپېژندل شي.

ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې د ځانمرګي بریدګر کورنۍ هم د ملي امنیت تر نظارت لاندې ده.
 
دغه راز د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، یو ترهګر چې غوښتل یې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

دی زیاتوي، چې نیول شوی کس احسان الله نومېږي د محمد سالم زوی دی او دا مهال په بند کې دی، چې څېره به یې خلکو ته وښودل شي.

ښاغلي صالح یو ځل بیا د هېواد له قضایه قوې غوښتي، چې ترهګر په علني ډول محاکمه کړي تر څو د خلکو زړونه ورباندې یخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي