۰

کابل کې د اداري فساد د مخنیوي مسوولیت هم امرالله صالح ته سپارلی شوی

دوشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
ولسمشر غني کابل کې د اداري فساد د مخینوي مسوولیت هم خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلی وايي، دا کار هم باید د امنیتي میثاق برنامه کې شامل کړای شي.
کابل کې د اداري فساد د مخنیوي مسوولیت هم امرالله صالح ته سپارلی شوی
ولسمشر غني کابل کې د اداري فساد د مخینوي مسوولیت هم خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلی وايي، دا کار هم باید د امنیتي میثاق برنامه کې شامل کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبې د لړم ۲۶ مه د شپږنیمو بجو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ښاغلي ولسمشر لارښوونه کړې، چې د شپږ نیمو امنیتي ټیم د امنیتي میثاق د ښه تطبیق په خاطر باید په کابل کې له فساد سره مبارزه هم به خپله اجنډا کې شامله کړي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې په دې برخه کې د ښه کار کولو لپاره به په نېږدې راتلونکې کې د معلوماتو راټولو منظمه طرحه جوړه او د معلوماتو پر اساس به له اړونده بنسټونو سره په همغږۍ اقدامات تر سره کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ډاډ ورکړي، چې د اداري فساد سره د مبارزې او د مهار کولو په اړه به هم د امنیتي پېښو په شان له خلکو سره معلومات شریکوي.
 
دغه راز ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې ملي امنیت یو بل افتخار هم رامنځ ته کړی او هغه دا چې کوڅه په کوڅه د پوښښ طرحه یې د اجرا مرحلې ته رسولې، چې د ژمنې سره سم به دغه طرح په ډېر سرعت او سل برابره پلې شي.

همدارنګه صالح وايي، د بګرامیو په سیمه کې هغه دوه مدرسو ته چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو په ګټه تبلیغات کول هم خبرداری ورکړل شوی، چې د ټولو زده کوونکو نوملر له مشخص دولتی بنسټونو سره شریک کړي، ځکه په وینا یې دښمن غواړي له محراب او د جومات له مقدس نوم نه په استفادې په پټه شیطاني اعمال تر سره کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي صالح ویلي، چې کابل ښاروالۍ ته د شنو ساحو د خلاصون په برخه کې د دې لپاره چې خپل فعالیت پنځه برابره زیات کړي، لازمه بودجه ورکړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي