۰
مرسته کوونکي هېوادونه:

له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره اوربند مهم شرط دی

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
مرسته کوونکي هېوادونه وایي له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره دایمي اوربند تر ټولو مهم شرط دی.
له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره اوربند مهم شرط دی
مرسته کوونکي هېوادونه وایي له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره دایمي اوربند تر ټولو مهم شرط دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرسته کوونکي هېوادونه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې سویس کې د افغانستان سره د مرستو په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کوي، خو د فلنډ د بهرنیو چارو وزیر له وړاندې خبر ورکړی، چې د مرستو لپاره به شرایط سخت وي.

تازه اروپايي ټولنې هم له دغه شرطونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي، چې مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام لپاره لس شرطه لري.

په دې شرطونو کې تر ټولو مهم یې دایمي اوربند او همدا راز د سولې خبرې مخ ته وړل او بریالي کېدل، له فساد سره جدي مبارزه، د جمهوریت ساتل، د تېرو لاس ته راوڼو ساتل، د بشري حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی، او ځینې نور دي.

په دې کې هغه هېوادونه شامل دي چې له افغانستان سره ۸۰ سلنه مالي مرستې کوي.

امریکا، برېتانیا، جاپان، جرمني، استرالیا، کاناډا، فنلنډ او سویډن په دې ډله کې شامل هېوادونه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي