۰

بهرنیو چارو وزارت د نړیواله مرستندویه هېوادونو له نویو شرطونو هرکلی وکړ

چهارشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستندویه هېوادونو له ګډې پرېکړې او تازه شرطونو هرکلی کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت د نړیواله مرستندویه هېوادونو له نویو شرطونو هرکلی وکړ
افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستندویه هېوادونو له ګډې پرېکړې او تازه شرطونو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۸ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان حکومت د مرستو د دوام لپاره د مرستندویه هېوادونو له شرطونو او تازه څرګندونو هرکلی کوي.

په خبرپاه کې ویل شوي، افغان حکومت د تېر لاس ته راوړنو د ساتلو، سولې راوستلو، افغان خاوره د چا پر ضد نه کارولو، د فساد پر وړاندې مبارزه کولو او دې ته ورته د نړیوالو ټولنې د لسو شرطونو عملي کولو ته تیار دی او هرکلی یې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې حساسو شرایطو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې مخ ته یوسي او په دې توګه دې له افغان حکومت او افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ پیاوړی کړي.

افغان حکومت ټینګار کړی چې دوی د سولې لپاره هر اړخیزه هڅه کوي او د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې به هم پر دې مسئله د نړیوالو لا ډېر ملاتړ خپل کړي.

د یادونې ده، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټونې مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره تازه لس شرطونه وړاندې کړې دي.

د دغه هېوادونو له لوري په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، په دې شرطونو کې تر ټولو مهم یې دایمي اوربند او همدا راز د سولې خبرې مخ ته وړل او بریالي کېدل، له فساد سره جدي مبارزه، د جمهوریت ساتل، د تېرو لاس ته راوڼو ساتل، د بشري حقونو مراعاتول، نړیوالو قوانینو ته درناوی، او ځینې نور دي.

مرسته کوونکي هېوادونه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې سویس کې د افغانستان سره د مرستو په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې تازه کوي، خو د فلنډ د بهرنیو چارو وزیر له وړاندې خبر ورکړی، چې د مرستو لپاره به شرایط سخت وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي