۰
افغانستان کې د استراليايي ځواکونو جنګي جنایات:

۳۹ بندیان او ولسي وګړي یې په غیر قانوني ډول وژلي

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
افغانستان کې د استراليايي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه وروستۍ څېړنې ښيي، چې دغه ځواکونو ۳۹ تنه بندیان او افغان ملکي وګړي په غیر قانوني ډول وژلي دي.
۳۹ بندیان او ولسي وګړي یې په غیر قانوني ډول وژلي
افغانستان کې د استراليايي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه وروستۍ څېړنې ښيي، چې دغه ځواکونو ۳۹ تنه بندیان او افغان ملکي وګړي په غیر قانوني ډول وژلي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې دغه څېړنه چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د تفتیش د ادارې له ‌خوا ترسره شوې، په‌ کې ۵۷ پېښې څېړل شوي او له ۴۰۰ زیاتو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

دغه څېړنه چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د تفتیش د ادارې له‌خوا ترسره شوې، په‌کې ۵۷ پېښې څېړل شوي او له ۴۰۰ زیاتو شاهدانو سره خبرې شوې دي.

د څېړنې موندنې ښي، کره شواهد شته چې استرالیایي پوځیانو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ غیر قانوني وژنې او له بندیانو سره غیر انساني چلند کړی دی.

د څېړنو تر خپرېدو وړاندې د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل نن پنجشنبه د لړم ۲۹ مه د استرالیايي ځواکونو له‌ خوا د ناوړه کارونو په خاطر د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې.

کمبیل په کانبیرا کې خبریالانو ته  ویلي، د ۲۵ استرالیایي ځانګړو پوځیانو له خوا په غیر قانوني ډول د ۳۹ کسانو د وژلو د ادعاوو په اړه د ۲۳ قضیو په څېړنه کې کره شواهد ترلاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هغه افراد به چې په غیر قانوني وژنو کې په لاس لرلو تورن دي، یوه نوي ځانګړي مفتش ته وروپېژندل شي.

د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز انګیس کمبیل په وینا د تورنو دغو ۲۵ سرتېرو یو شمېر یې تر اوسه په پوځ کې خدمت کوي.

د یادونې ده، چې د دغه جنګي جنایتونو په اړه د استرالیا لومړي وزیر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم تلېفوني خبرې کړې او په یادو کړونو یې خواشني ښودلې ده.

نوموړي ولسمشر غني ته ډاډ ورکړي، چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د جنایتونو په اړه ښې څېړنې وشي او عدالت به تامین شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي