افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون څخه وغوښتل، هر چېرې چې فساد وي، باید ښکار او خلکو ته یې تشریح کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د غړو د لوړې په مراسمو کې وکړې.
ارګ وايي، دغه مراسم نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه چهارچینو ماڼۍ کې تر سره شول، چې د ولسمشر دوهم مرستیال دانش، د ولسي او مشرانو جرګو رییسانو، قاضي القضات، د سترې محکمې رییس او د کابینې غړو ګډون درلود.
د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د ولسمشر د فرمان له مخې و ویل، چې ټول وزارتونه او دولتي ادارې اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د کار پیلولو لپاره د یاد کمېسیون د تدارک او اړتیاوو رفع کولو په موخه په هراړخیزه همکارۍ مکلفې دي.
تر دې وروسته همایون حامد، مریم زرمتۍ او عبدالقیوم نظامي د شپږو کالو او سیدمحمدهاشمي او فرخ لقا د درې کالو لپاره اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د غړیو په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
ولسمشر غني په دې مراسمو کې د یاد کمېسیون جوړېدل له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د فساد سره مبارزه د قانون تطبیق دی.
نوموړي د کمېسیون غړو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې باید د خپل کار لپاره زماني جدول او لومړیتوبونه وټاکي او دغه راز باید د قانون مطابق د کال په هره ربعه کې ملي، شورا، خلکو او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وکړي.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې باید وضاحت موجود وي او لومړی باید د شمتمنیو د ثبیت د مسوولینو په توګه د کمېسیون غړي خپلې شتمنۍ ثبت او خبرې کړي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د کمېسیون غړي باید په اساسي توګه د څارنې سیستم او د اطلاع ورکولو مرکز جوړ کړي، تر څو خلک پوه شي، چې څارنه په کوم ډول ده.
ولسمشر په دې هم ټینګار وکړ، هرڅوک چې د فساد په برخه کې معلومات شریکوي، د هغوی ژوند او حیثیت باید خوندي شي.
ښاغلي غني و ویل، کمېسیون باید د خپلو قانوني دندو د ښه ترسره کولو لپاره ټول اداري امکانات ولري، خو په وینا یې له تشکیلاتي پړسوب څخه د ډډه وکړي او امتیازات او معاشونه یې هم باید خاص نه وي.
هغه زیاته کړه« تقاضا باید واقع بینانه او د استطاعت وړ وي او راتلونکې بودجه ستاسو په کړنو پورې اړه لري او کارونه باید منسجم وي.»
ولسمشر وايي، تمه لري، چې دغه کمېسیون د افغانستان د خلکو هیلې پوره کړي او هرچېرې چې فساد وي باید ښکاره او خلکو ته تشریح کړي.
نوموړي د کمېسیون غړو ته بشپړ ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې باید د ولسمشرۍ ماڼۍ په مطلق ملاتړ باور ولي ځکه په وینا یې هېڅ هم تر قانون لوړ نه دي.
ښاغلي غني و ویل« د قانون تطبیق کلیدي او هیڅوک تر قانون فوق نه دی. فساد سره مبارزه زموږ د راتلونکي په موخه ده.»
ولسمشر غني د خپلې وینا په پای کې د کمېسیون غړو ته خطاب کې زیاته کړه، چې دوی له ځوانې ټولنې سره چې له فساد څخه ځورېږي سروکار لري او په دې برخه کې به یې اقدامات په مراتبو د ملت او دولت د نږدې کېدو لامل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل