۰

د کندوز د طلا فروشانو د ټولنې د رییس زوی تښتول شوی

یکشنبه ۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، د دغه ولایت د طلا فروشانو د اتحادیې د رییس زوی انسان تښتوونکو تښتولی دی.
د کندوز د طلا فروشانو د ټولنې د رییس زوی تښتول شوی
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، د دغه ولایت د طلا فروشانو د اتحادیې د رییس زوی انسان تښتوونکو تښتولی دی.

د جمجهور آژانس د خبر له مخې ایوبي ویلي، د طلا فروشانو ټولنې د مشر زوی نن یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د کندوز ښار کې د القلم ښوونځي له مخې تښتول شوی دی.

باید و ویل شي، چې د همدې امله د کندوز طلا پلورونکو د خپلې ټولنې د رییس په کور کې راټول شوي دي او اعتراض یې پیل کړی.

که څه هم د ولایتي شورا رییس دا خبر ورکړی، خو د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني له پېښې بې خبري ښودلې ده.

د کندوز ولایتي شورا وايي، څو ورځې وړاندې هم یو ځوان له کندوز ښار څخه تښتول شوی و، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي