۰
مک ماسټر:

ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو، د اوباما دوه برابره تېروتنه کوي

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال مک ماسټر د ټرمپ پر دې پرېکړه، چې له افغانستانه سرتېري باسي نیوکه کړې او دا یې یوه لویه تېروتنه بللې.
ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو، د اوباما دوه برابره تېروتنه کوي
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال مک ماسټر د ټرمپ پر دې پرېکړه، چې له افغانستانه سرتېري باسي نیوکه کړې او دا یې یوه لویه تېروتنه بللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماسټر ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د هغو ټولو تېروتنو چې اوباما په دې برخه کې کړې وې، دوه برابره لویه تېروتنه ده.

دغه پخواني امریکايي چارواکي ټینګار کړی، چې افغانستان کې باید لږ تر لږه ۵ زره سرتېري وساتل شي، په داسې حال کې، چې ټرمپ د ۲۵۰۰ سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې.

نوموړي له سي بي اېس نیوز سره مرکه کې ویلي« افغانستان کې باید پنځه زره سرتېري پرېښودل شي، څه چې ولسشمر ټرمپ کوي، په افغانستان کې د اوباما تر تېروتنو دوه برابره لویه تېروتنه ده.

مک ماسټر وايي، د امریکايي پوځیانو نشتون به هغو تروریستانو ته خوندي پناهځای برابر کړي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه یې پر امریکا وژونکې حملې وکړې.

ده ویلي«موږ به د دغو ډلو له لوري لا ډېر ناخوندي او له خطر سره مخامخ یوو، زه فکر کوم چې زموږ د ملي ګټو پر ځای د ځواکونو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په حقیقت کې دا کار د طالبانو د لا پیاوړتیا سبب کېږي.»

هغه په دې هم نیوکه کړې، چې امریکا ولې پر افغان حکومت فشار راو، چې پنځه زره خطرناک بندیان خلاص کړي.

مک ماسټر زیاتوي« که ټاکلې وه چې موږ وځو، نو وتلي به وای، باید د افغانستان حکومت مو مجبوره کړی نه وای چې د مځکې پر مخ ۵ زره تر ټولو خطرناک کسان خوشي کړي. دا تېروتنه مه کوئ چې د طالبانو او نورو تروریستي تنظیمونو ترمنځ د اړیکو تار شلېدلی دی.»

دغه امریکايي چارواکي پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې نورو پخوانیو امریکايي چارواکو، سناتورانو، ناټو او سیاسیون هم پر ټرمپ د سرتېرو د ایستلو له امله نیوکه کړې او دا یې یوه خطرناکه پرېکړه بللې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي