۰
سرچینې:

دوحه کې د سولې د رسمي خبرو پر تګلارې سلا شوې ده

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
ناتایید شوي راپورونه وايي، په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اجنډا او د سولې د رسمي خبرو پر تګلاره سلا شوي دي.
دوحه کې د سولې د رسمي خبرو پر تګلارې سلا شوې ده
ناتایید شوي راپورونه وايي، په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د اجنډا او د سولې د رسمي خبرو پر تګلاره سلا شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، دواړو لورو منلې، چې د امریکا او طالبانو موافقه، د ملګروملتو له لوري د افغانستان د سولې د پروسې د تایید سندونه، د مرکچي پلاوو ژمنې او د افغانانو اراده به د سولې د رسمي خبرو اساس وي.

د سرچینو په وینا له دې وروسته د افغان حکومت د مرکچي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي هم کابل ته راغلي، تر څو په دې اړه د ولسمشر غني موافقه تر لاسه کړي.

که څه هم د حکومت او طالبانو د پلاویو غړو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې ځینو لوېدیځو رسنیو هم د طالبانو د یوه لوړ پوړي غړي له قوله خبر ورکړی و، چې دواړه لوري موافقې ته رسېدلي او ژر به رسمي خبرې پیل شي.

دا راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د دواړو لورو له مرکچي پلاویو سره ولیدل.

تر دغه لیدنې وروسته پمپیو ویلي و، دواړه لوري یې دې ته هڅوي و، چې خبرې چټکې کړي او یوې پایلې ته سره ورسېږي.

د افغان حکومت او طالبانو پلاویو هم تایید کړې وه، چې له پمپیو سره یې لیدلي او د سولې د پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهوریت پلاوی وایي، پمپیو ته یې ویلي، چې د طالبانو تاوتریخوالی نور د منلو نه دی او دا د هغه موافقې خلاف عمل دی، چې دغه ډلې له امریکا سره کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي