۰
امرالله صالح دولتي چارواکو او سیاسي شخصیتونو ته!

د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او نور دولتي بنسټونو په کار کې مداخله مه کوی

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له سیاسي شخصتونو او دولتي چارواکو یو ځل بیا وغوښتل، چې د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او نورو دولتي بنسټونو په کار کې مداخله ونه کړي.
د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او نور دولتي بنسټونو په کار کې مداخله مه کوی
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له سیاسي شخصتونو او دولتي چارواکو یو ځل بیا وغوښتل، چې د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او نورو دولتي بنسټونو په کار کې مداخله ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه په دولتي بنسټونو کې د ځینو سیاسیون پر مداخلې نیوکه کړې ده.

نوموړي خبرداری ورکړي، چې د بې اسناده موټرو په اړه د امنیت میثاق او شپږنیمو د امنیتي غونډې پرېکړې جدي ونیسي، ځکه دغه ډول موټر درول کېږي او د پولیسو په ګزمو کې به ترې کار اخستل کېږي.

هغه زیاته کړې، چې پرون هم پنځمه امنیتي حوزه کې یو شمېر بې اسنادو موټر درول شوي او مستقمآ د پولیسو ګزمې ته ورکړل شوي دي.

دی وايي، خوږ او نېک تصادف دا دی، چې دغه نیول شوی موټر ټول ماډل بالا دي او په ورته وخت کې دوه تنه وکیلانو د پنځمې امنیتي حوزې پر امر فشار راوړي، چې خوشي یې کړي.

ښاغلي صالح خبرداری ورکړی، چې که چېرې دغه وکیلان صاحبان د دوهم ځل لپاره دغه کار وکړي، نو غږونه به یې نشر کړي.

نوموړي له ټولو سیاسي شخصیتونو او دولتي چارواکو هیله او غوښتنه کړې، چې د پولیسو، ملي امنیت، څارنوالۍ او نورو دولتي بنسټونو په کار کې د خپلو ساتونکو پر مټ مداخله ونه کړي.

ښاغلي صالح ویلي، چې د چارواکو ساتونکي د هغوی د شخصي ساتنې لپاره ګومارل شوي نه دا چې د پولیسو کار تر سره کړي.

ده ګواښ کړي که چېرې له دغه محافظینو څخه د هغوی له مسوولیت پرته په بل څه کې کار واخستل شي، پر وړاندې به یې جدي اقدام وشي.

هغه ویلي«حتمن زموږ د وروستیو اقداماتو څخه خبر یاست، زه یقین لرم، چې تاسو به زموږ قاطعیت ونه ازمویۍ.»

د ولسمشر لومړي مرستیال د خبریال سیاوش د وژل کېدو په اړه ویلي، چې په دغه قضیه کې تر اوسه پرمختګ نه دی شوي خو جدي کار پرې روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي