د جنیوار کنفرانس مشرتابه پلاوي او اروپايي ټولنې د دغه کنفرانس د پیل په لومړی ورځ په افغانستان کې د بېړني او جامع اوربند غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر او په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس ګډ مشر پیکا هاوېستو و ویل، چې دوی په افغانستان کې د بېړني او جامع اوربند غوښتونکي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د دې وخت دی چې افغانان باید نور له جګړو او وژنو خوندي وي او په افغانستان کې ملکي تلفات پای ته ورسېږي.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د جنیوا کنفرانس ټول ګډونوال په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتونکي دي، څو افغانان له روانو ناخوالو او بحرانونو وژغورل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د جنیوا کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده او هغه یې د مرستو د دوام لپاره مهم شرط بللی دی.
د جینوا کنفرانس چې پرون دوشنبې پیل شوې نن هم دوام لري او ټاکل شوې چې مرستندویه هېوادونه په دې کنفرانس کې پر خپلو ژمنو او مرستو خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل