بامیانو کې د پروني چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده

5 قوس 1399 ساعت 10:18

ځايي روغتیايي چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د پرونو غبرګو ماین چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده، چې کابو ټول ولسي وګړي دي.


ځايي روغتیايي چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د پرونو غبرګو ماین چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده، چې کابو ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون سه شبنې د لیندۍ ۴ مه څلور نیمې بجې د بامیانو په مرکز ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال دوه غبرګې ماین چاودنې وشوې.

د بامیانو د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري وايي، په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي او د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

ولسمشر غني دغه پېښه په کلکه عندلې او دا یې د هېواد په سوله او ثبات برید بللی دی.

د ارګ په خبرباڼه کې ویل شوي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او د عامه ګټو ځایونه ورانوي.

دا په دتېرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل دی، چې په بامیانو ولایت کې دومره خونړۍ پېښه رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 


د مطلب کود: 133756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com