۰

بامیانو کې د پروني چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده

چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۸
ځايي روغتیايي چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د پرونو غبرګو ماین چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده، چې کابو ټول ولسي وګړي دي.
بامیانو کې د پروني چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده
ځايي روغتیايي چارواکي وايي، بامیانو ولایت کې د پرونو غبرګو ماین چاودنو مرګ ژوبله ۷۳ تنو ته ورسېده، چې کابو ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون سه شبنې د لیندۍ ۴ مه څلور نیمې بجې د بامیانو په مرکز ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال دوه غبرګې ماین چاودنې وشوې.

د بامیانو د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري وايي، په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي او د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

ولسمشر غني دغه پېښه په کلکه عندلې او دا یې د هېواد په سوله او ثبات برید بللی دی.

د ارګ په خبرباڼه کې ویل شوي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ملکي وګړو بریدونه کوي او د عامه ګټو ځایونه ورانوي.

دا په دتېرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل دی، چې په بامیانو ولایت کې دومره خونړۍ پېښه رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي