د بدخشان امنیتي چارواکو د طالبانو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ویلي یې دي په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو او پولیسو ۲۱ سرتېري له دوی سره یو ځای شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دغه شمېر پولیس له طالبانو سره نه دي یو ځای شوي، بلکې دندې یې پرېښې دي.
نوموړي د یاد شمېر پولیسو د دندو پرېښودو لامل هغوی ته د معاشونو نه رسېدا په ګوته کړه وايي، دغه پولیسو د اعتراض په ډول خپلې وسلې اېښې او کورنو ته تللي دي.
د یادونې ده، چې وړاندې به کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزه پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه پولیس په محلي اردو کې د ننه شول، معاشونه یې دفاع وزارت پورې وتړل شول.
د بدخشان د پولیسو ویاند زیاتوي، ښايي په همدې کړنلاره کې بدلون د ځواکونو معاش ځنډولی وي او دغه پولیسو هم د پروسیجر څخه د نه معلوماتو له کبله وسلې اېښې او کورونو ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د همدې محلي ځواکونو ته منسوب انځورنه خپاره کړي او ادعا کوي، چې راغستان ولسوالۍ کې د خپل قوماندان عاشور محمد په ګډون دوی سره یوځای شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل