۰
اروپايي ټولنه:

د جنیوا ناسته له جمهوریت او ملګرو ملتونو له ارزښتو د ملاتړ نښه وه

پنجشنبه ۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس له جمهوریت او نړیوالو ارزښتونو د ملاتړ نښه بللې او په افغانستان کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د جنیوا ناسته له جمهوریت او ملګرو ملتونو له ارزښتو د ملاتړ نښه وه
اروپايي ټولنې د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس له جمهوریت او نړیوالو ارزښتونو د ملاتړ نښه بللې او په افغانستان کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونلاند کوبیا وايي، د جنیوا ناسته له جمهوریت څخه د ملاتړ یوه ښکاره او پیاوړې نښه وه.

نوموړي په خپل ټوېټر همدارز لیکلي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتو د ارزښتونو ملاتړ او ټینګار وشو چې د ټولو حقونه رعایت شي او سمدستي اوربند وشي.

اروپايي ټولنې استازي ښاغلي کوبیا زیاته کړې، چې د کنفرانس د پای اعلامیه د افغانستان په اړه د نړیوالو دریځ روښانه کوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس د تېرې دوشنبې په ورځ پیل او د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده، چې په کې مرستندویه هېوادونو له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۱۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه.

د دغه کنفرانس په پای کې په ګډه اعلامیه کې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د یوه پیاوړي، متحد، سوله ‌ییز او ډیموکرات افغانستان لپاره خپل مشارکت نوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي