هلمند کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی

8 قوس 1399 ساعت 13:00

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دي.

د هغه په وینا د ټپي حالت هم د اندېښنې وړ دی او تر اوسه د دواړو هویت نه معلوم.

د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن کابل کې هم په دوه موټرو مقناطسي ماین چاودنو ۷ تنه ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 133856

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com