۰

هلمند کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دي.

د هغه په وینا د ټپي حالت هم د اندېښنې وړ دی او تر اوسه د دواړو هویت نه معلوم.

د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن کابل کې هم په دوه موټرو مقناطسي ماین چاودنو ۷ تنه ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي