۰
د بامیانو والي:

څلور تنه مو د چاودنو په تور نیولي، خو ځینې کسان یې د خوشي کولو هڅه کوي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۴
د بامیانو والي سید انور رحمتي وايي، دغه ولایت کې د تېرو شویو چاودنو په تړاو څلور تنه نیول شوي، چې د زیاتو پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
څلور تنه مو د چاودنو په تور نیولي، خو ځینې کسان یې د خوشي کولو هڅه کوي
د بامیانو والي سید انور رحمتي وايي، دغه ولایت کې د تېرو شویو چاودنو په تړاو څلور تنه نیول شوي، چې د زیاتو پلټنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رحمتي نن شنبې د لیندۍ ۸ مه یوه خبري غونډه کې ویلي، نیول شوي کسان د بامیان، کابل، سمنګان او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکي دي.

دی زیاتوي، چې بامیانو کې د شویو چاودنو په تړاو ډېر جدي معلومات تر لاسه شوي، خو د قضیې حساسیت او پېچلتیا له امله ژر ده چې معلومات د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

د بامیانو والي وايي، ځینې کسان د دغه نیول شویو کسانو د خلاصون هڅه کوي او غواړي عامه اذهان مغشوش کړي، خو د چا نوم یې وانخیست.

د نوموړي په وینا هغه معلومات چې سیمه ییزې ادارې له مرکزي امنیتي ادارو تر لاسه کړي دغه کسانو غوښتل په بامیانو کې په ځينو ښوونیزو مرکزونو هم بریدونه وکړي.

په ورته وخت کې د بامیانو امنیه قوماندان وايي، له کابل نه د کورنیو چارو او ملي امنیت ریاست لوړ پوړی پلاوی بامیانو ته راغلي او هر امنیتي مسوول چې غفلت کړی وي، تر څېړنو لاندې به ونیول شي.

د یادونې ده، چې تېره سه شبنې د لیندۍ ۴ مه د بامیانو په مرکز ښار کې دوه چاودنې وشوې، چې له امله یې ۱۷ تنه و وژل شول او ۵۹ تنه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي