۰
ولسمشرغني:

ولسونه او مشران دې له طالبانو د سولې او راتلونکې په اړه یو لړ اساسي پوښتنې وکړي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۲
ولسمشر غني د لویې پکتیا له یو شمېر مشرانو سره په کتنه کې ویلي، د سولې او راتلونکې په اړه باید له طالبانو یو لړ اساسي پوښتنې وشي.
ولسونه او مشران دې له طالبانو د سولې او راتلونکې په اړه یو لړ اساسي پوښتنې وکړي
ولسمشر غني د لویې پکتیا له یو شمېر مشرانو سره په کتنه کې ویلي، د سولې او راتلونکې په اړه باید له طالبانو یو لړ اساسي پوښتنې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن شنبې د لیندۍ ۸ مه په چهارچینو ماڼۍ کې له دې مشرانو سره وکتل.

د لویې پکتیا مشرانو د سولې پروسې د بشپړ ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښوده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دوی د سولې په اړه د منفي تبلیغاتو د مخنیوي، د ولسي شوراګانو او مشرانو د ملاتړ، د لویې پکتیا ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د کدرونو د استخدام په اړه خپل وړاندیزونه له ښاغلي غني سره شریک کړل.
 
خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله الهي امر، د هر افغان او انسان حق او زموږ ټولو موخه ده.

ولسمشر غني ویلي، افغانان هغه سوله غواړي، چې ورورولي، امنیت، یووالی او پرمختګ په کې وي.

نوموړي له مشرانو وغوښتل، چې په دوامداره توګه مشورې ورسره شریکې کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه، ولسونه او مشران دې د طالبانو له ډلې د سولې او راتلونکي په اړه یو لړ اساسي پوښتنې وکړي.
 
ولسمشر وايي، د هېوادوالو د هوساینې او د کډوالو د مېشتېدنې په موخه د اوبو مهارول د حکومت له مهمو برنامو او لومړیتوبونو څخه دي چې په بودجه کې هم ورته پام شوی.

خو په وینا یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو لپاره د ولسونو او مشرانو همکاري مهمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي