۰

غزني کې موټر بم برید شوی، ۳۰ کسه وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي

یکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
غزني ولایت کې د افغان پوځیانو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې د چارواکو په وینا ۵۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې موټر بم برید شوی، ۳۰ کسه وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي
 غزني ولایت کې د افغان پوځیانو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې د چارواکو په وینا ۵۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن یکشنبې د لیندۍ ۹ مه سهار شاوخوا ۷:۳۰ د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ ته په لاره د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند جوز په سیمه کې د ملي اردو په یوه مرکز شوی دی.

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت د دغه برید پخلی کړی وايي، ځانمرګي غوښتل دغه اډې ته ننوځي، خو د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې شوی او چاودنه یې کړې ده.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، په برید کې ۱۰ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي، خو د غزني روغتیايي چارواکي مرګ ژوبله لوړه ښيي.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر باز محمد همت وايي، د برید له ځایه دوی ته ۳۰ مړي او ۲۸ ټپیان وروړل شوي، چې ټول پوځیان دي.

برید د هاموي موټر په وسیله شوې، چې د ولایتي شورا رییس وايي، د کمانډو په مرکز شوی خو د والي ویاند وايي، د برید د عامه نظم پولیسو په هغه کنډک شوی، چې په دې وروستیو کې ملي اردو ته سپارل شوی وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې هم د ولایتی شورا پر رییس موټر بم برید شوی، چې درې تنه په کې وژل شوي او د حقبیان په ګډون ۲۱ تنه په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي