۰

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران پر سوله غېږېدلی دي

سی شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران پر سوله غېږېدلی دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني مکالمه کې د سیمې په روان وضعیت او په ځانګړي ډول پر افغان سوله خبرې شوې دي.

د ایران د بهرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د ایران له خوا د افغان سولې د بشپړ ملاتړ او پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي ظریف په افغانستان کې پر وروستي تاوتریخوالي اندېښنه ښولې وايي، هیله لري، چې د سولې روان مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او جګړه پای ومومي.

افغان وزیر هم د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کولو په برخه کې د ایران هڅې د ستایلو وړ بللې دي.

ښاغلي اتمر دغه راز د ایران د اټومي انرژۍ پر رییس وروستی برید هم غندلی دی او په وینا یې د افغانانو په استازیتوب د خپلې خواخوږۍ مراتب له ایراني وګړو سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي