۰
د حکومت مرکچي پلاوی:

ډېر ژر به له طالبانو سره په اصلي اجنډا بحثونه پیل کړو، لومړۍ غوښتنه به اوربند وي

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د افغان حکومت د مذکراتي پلاوي غړي واي، ډېر ژر به دوحه کې له طالب پلاوی سره د سولې د خبرو پر اصلي اجنډا بحثونه بیل شي.
ډېر ژر به له طالبانو سره په اصلي اجنډا بحثونه پیل کړو، لومړۍ غوښتنه به اوربند وي
د افغان حکومت د مذکراتي پلاوي غړي واي، ډېر ژر به دوحه کې له طالب پلاوی سره د سولې د خبرو پر اصلي اجنډا بحثونه بیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې د حکومتي پلاوي غړې فوزیه کوفي ویلي، د مذاکراتو پر تګلاره توافق شوی دی او دمګړی پر اجنډا د بحث لپاری تیاری روان دی.

نوموړې زیاتوي، چې اوس به پلاوي د مذاکراتو اصلي پړاو ته داخلېږي او د افغان پلاوي لومړنی ټینګار او لومړنۍ غوښتنه به اوربند وي.

مېرمن کوفي ټینګار کړي، چې افغان پلاوی به تر هغه په نورو مواردو بحث ته لاړ نه شي څو چې اوربند نه وي رامنځ ته شوی او روانې جګړې نه وي درول شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دا تایید کړې وه چې پر طرزالعمل توافق شوی دی.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات روان دي خو تر دې دمه یې پایلې محسوسې نه دي.

خو څو ورځې وړاندې دواړو لورو خبر ورکړ، چې په اصولو کې د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره په ۲۱ مادو توافق ته سره رسېدلی او ډېر ژر به رسمي خبرې هم پیل شي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم تایید کړه، چې دواړه لوري په اصولو کې پر ۲۱ مادو توافق کړی، خو په مقدمه کې لا هم ستونزې شته چې وضاحت او بحث ته اړتیا لري.

تر دې وروسته لوېدیځو رسنیو داسې راپورنه هم خپاره کړ چې ګڼې ولسمشر غني له دغه څه سره موافقه نه ده کړې او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

خو ارګ په یوه خبرپاڼه کې د نیویارک ټایمز ورځپاټې دا راپور په کلکه رد کړ ویې ویل، ولسمشر د سولې لپاره کافي فرصتونه رامنځ ته کړي او سولې ته ژمن دی، خو دا طالبان دي، چې تاوترییخوالی نه کموي او  پر خپلو ژمو عمل نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي