۰

افغانستان کې د کرونا مړینه په ډېرېدو ده، ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه مړه شوي

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر او مړینه یو ځل بیا مخ په ډېرېدو ده، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۲۶۳ تنه په دغه ناروغۍ اخته او ۲۲ ترې مړه شوي دي.
افغانستان کې د کرونا مړینه په ډېرېدو ده، ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه مړه شوي
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر او مړینه یو ځل بیا مخ په ډېرېدو ده، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۲۶۳ تنه په دغه ناروغۍ اخته او ۲۲ ترې مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۳۵۸ مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې ۲۶۳ ترې مثبتې وې.

سرچینه زیاتوي، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۷۵ یوازې په کابل کې ثبت شوې او په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۹۸۰ تنو ته ورسېده.

همدارنګه د وزارت معلومات ښيي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د کرونا له امله ۲۲ تنه مړه شويو چې په دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۸۲۲ تنو ته ورسېده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۹تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۹۰۷ ته لوړ شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي