۰

د سولې مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر اصولو او اجنډ موافقه کړې

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
د افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتي پلاویو تر منځ د رسمي مذاکراتو د پیل پر اصولو او اجندا توافق شوی دی.
د سولې مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر اصولو او اجنډ موافقه کړې
د افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتي پلاویو تر منځ د رسمي مذاکراتو د پیل پر اصولو او اجندا توافق شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو لورو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه دوحه کې ناسته کړې او په کې یې د مقدمې پر ګډون پر ټولو مذاکراتي اصولو او اجنډا توافق کړی دی.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي« نن چهارشنبې د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو هیئتونو تر منځ عمومي جلسه تر سره شه، په دغه جلسه کې ګډې کاري کمېتې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.»

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو تر منځ اوسني مذاکرات دا ښيي، چې د افغانانو تر منځ تلپاتي سولې ته د رسېدو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي، چې په افغانستان کې د تلپاتي سولې أباره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د مذاکراتو دغه پرمختګ ته نړیوالې ټولنې هم غبرګون ښودلی او هرکلی یې کړی دی.

اروپايي ټولنې، امریکا، ناټو او ګن شمېر هېوادونو دغه پرمختګ ستایلی او ټينګار یې کړی، چې دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي او بشپړ اوربند وکړي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې له څه باندې دوه میاشتو راهیسې پیل شوې وې، خو تر اوسه کوم پرمختګ په کې نه و شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي