۰

جنرال میلي: حکومت او طالبان یو بل ماتولی نه شي

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په تازه څرګندونو کې ویلي، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه هم طالبان افغان حکومت راپرزولی شي.
جنرال میلي: حکومت او طالبان یو بل ماتولی نه شي
 د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په تازه څرګندونو کې ویلي، نه افغان حکومت طالبان ماتولی شي او نه هم طالبان افغان حکومت راپرزولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال میلي، چې پرون چهارشنبې چې د امریکا د بروکینګز په مایکل او هنلان انستیتیوت کې خبرې کولې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د راکمولو دفاع وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې له دوه لسیزو پرلپسې هڅو وروسته امریکا یو څه بریالی شوې ده نو ځکه دی هم ده د راتلونکې جنورۍ تر ۱۵ نېټې پورې له ۲۵۰۰ سرتېرو پرته د نورو د ایستلو په باب د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کوي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

ده د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکې په اړه و ویل، چې نه حکومت طالبان ماتولی شي او نه طالبان حکومت راپرځولی شي.

جنرال میلي زیاته کړه«موږ له ستراتېژیک پلوه په داسې ولاړ حالت کې یوو، چې د افغانستان حکومت طالبان له پوځي لارې نه شي ماتولی او طالبان هم تر هغو چې موږ د افغانستان ملاتړ کوو، هېڅکله حکومت ته ماتې ورکولی نه شي.»

جنرال میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه د بین الافغاني خبرو د پرمختګ څرک لګېدلی او دواړه لوري د مقدمې په ګډون په کړنلاره توافق ته رسېدلي دي.

د افغان حکومت او طالبانو پلاویو پرون چهارشنبې غونډه کړې وه او تر غونډې وروسته یې په یوه ګډه اعلامیه کې د مذاکراتو پر کړنلاره او اصولو د توافق خبر ورکړ.

په اعلامیه کې دا هم ویلي شوي چې ګډې کاري کمېټې ته دنده ورکړل شوې، چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي تر څو رسمي مذاکرات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي