۰

امریکا بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ هرکلي او په اوربند ټینګار کړی

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۴
امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.
امریکا بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ هرکلي او په اوربند ټینګار کړی
امریکا متحده ایالاتو د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د حکومت او طالبانو تر منخ د مذاکراتو پر کړنلارې تر توافق وروسته ویلي، امریکا د دغه پرمختګ هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار کړی چې مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو د کمېدو او دایمي اوربند سبب شي.

تر دې وړاندې هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې تر ټولو ډېر ټینګار پر اوربند وي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم وايي، د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

د یادونې ده، چې پرون چهارشنبې د دواړو لورو مذاکراتي ټیمو غونډه کې او په غونډه کې یې د مقدمې پر ګډون په مذاکراتو په کړنلاره توافق کړی دی.

تر دغه توافق وروسته دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډې کاري کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د اجندا موضوعات ترتیب کړی تر څو رسمی خبرې پرې پیل شي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي