۰
د اروپايي ټولنې سفيران:

د افغان سولې خبرو کې د لا ښه پرمختګ لپاره اوربند مهم او اړین دی

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر کړنلارې د توافق سره سم کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو افغانستان کې د بېړني او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه.
د افغان سولې خبرو کې د لا ښه پرمختګ لپاره اوربند مهم او اړین دی
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر کړنلارې د توافق سره سم کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو افغانستان کې د بېړني او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفیرانو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه له ولسمشر غني سره لیدلي او د جینوا کنفرانس د ژمنو پر عملي کېدو او سولې پروسې یې خبرې کړې دي.
 
د اروپايي تولنې سفیرانو د سولې په برخه کې د افغان حکومت هېڅې وستایلې او ویې ویل، چې دغه هڅې باید د اساسي مذاکراتو لپاره لار هواره کړي.

دوی د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره بېړنۍ اوربند مهم او اړین وباله او دغه راز یې ملي روغې جوړې په عالي شورا کې وروستي پرمختګونه هم وستایل.

بل خوا ولسمشر غني پرون د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي سفیر پونټه کورو سره هم لیدلي او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې له افغان ځواکونو د ناټو پر ملاتړ او دغه راز د جینوا کنفرانس په اړه هم خبرې اترې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په دوه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پلاویو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره توافق شوی او دواړو لورو په خبرو کې د پرمختګ څرګندونې کړې دي.

د افغان حکومت او طالبانو پلاویو تر توافق وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډې کاري کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړی تر چې خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي