۰

د سولې خبرو کې وروستي پرمختګ ته په کور د ننه او بهر غبرګونونه

پنجشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ په بین الافغاني کې وروستیو پرمختګونو ته په کور د ننه او بهر کې غبرګونونه ښودل شوي او هرکلی یې کړی دی.
د سولې خبرو کې وروستي پرمختګ ته په کور د ننه او بهر غبرګونونه
په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ په بین الافغاني کې وروستیو پرمختګونو ته په کور د ننه او بهر کې غبرګونونه ښودل شوي او هرکلی یې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناټو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، پاکستان، د افغانستان بشري حقونو کمیسیون او د افغانستان د د ملي روغې جوړې عالي شورا په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو لپاره پر اجنډا او مقدمې د موافقې هرکلی کړی دي.

کابل کې د ناټو ملکي استازي  سټیفانو پونتیکوروو ویلي،« زه د افغانستان د سولې پروسې په اړه چې ناټو یې کلک ملاتړ کوي، د پورته شویو ګامونو هرکلی کوم. د هغو افغانانو د هڅو مننه کوم چې د افغانستان د خلکود یوه خوندي او ډاډمنې راتلونکي په لور کار کوي.»

کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو هم له ولسمشر غني سره لیدنه کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی او د بېړني اوربند غوښتنه یې کړې ده.

دغه سفیرانو ټینګار کړي، چې د سولې خبرو د لا ښه پرمختګ او په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راتګ لپاره اوربند مهم او اړین دی.

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت ویلي، بریتانیا د دواړو لوریو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کوي او دا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې لپاره مهم ګام ګڼي.

خو وايي، اوس په افغانستان کې د سولې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ له اندازې زیات تاوتریخوالی دی چې د نه منلو دی او باید ودرول شي.

د برېتانیا سفارت زیاته کړې، چې سوله په افغانستان کې د د تلپاتې امنیت او ثبات یوازینۍ لار ده او دوی  دواړه خواوې هڅوي چې خبرو ته په مثبت ډول دوام ورکړي.

پاکستان هم بین الافغانی خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی وايي، دا پرمختګ د افغانستان د روانې جګړې د سوله ییز حل لپاره یو مهم ګام دی.

په کور د ننه هم د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منخ د مذاکراتو پر کړنلارې توافق ته غبرګونونه ښودل شوي او دا یې ستایلی دی.

ولسمشر غني هم د یوه پیغام په خپرولو سره د رامنځ ته شوي توافق هرکلی کړی دی او ډاکټر عبدالله عبدالله بیا هغه د مذاکراتو په برخه کې مهم پرمختګ بولي.

عبدالله ویلي«پر طرزالعمل د هوکړې له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي، د دوستو هېوادونو او د کوربه هېواد قطر له زحمتونو مننه او قدردانی کوم.»

نوموړي زیاته کړې، د دواړه خواوو له مرکچي پلاوو څخه د افغانانو تمه دا ده چې د جګړې د ختمېدو لپاره له راغلي فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او هر څومره ژر چې شوني وي، په هېواد کې یوې تلپاتې، باعزته او ټول منلې سولې ته زمېنه برابره کړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دی د دغه پرمختګ هرکلی کوي او له مذاکراتي پلاويو هیله لري، چې د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
ښاغلي کرزي زیاته کړې، د جګړې ختمېدل د افغانانو ستره هيله ده نو دواړه لوري دې د جګړو د پای لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
 
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په دوحه کې د خبرو اترو د طرز العمل اړوند د مرکچي ډلو د پرمختګ هرکلی کوي او هوکړې ته د رسيدو لپاره ترې د هڅو د دوام غوښتنه کوي.

کميسيون د اوربند ټينګيدل غواړي چې د روانې مرګ ژوبلې مخه ونيول شي، او په پروسه کې د عمومي ګډون زمينه برابره شي.

د یادونې ده، پرون په دوه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پلاویو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره توافق شوی او دواړو لورو په خبرو کې د پرمختګ څرګندونې کړې دي.

د افغان حکومت او طالبانو پلاویو تر توافق وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډې کاري کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړی تر چې خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي