۰
قطر:

د سولې خبرو کې پرمختګ شوی، راتلونکی کال به افغانستان لپاره ښه وي

شنبی ۱۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې خبرو کې وروستي پرمختګ ته هیله مندي ښودلې وايي، راتلونکی کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي.
د سولې خبرو کې پرمختګ شوی، راتلونکی کال به افغانستان لپاره ښه وي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې خبرو کې وروستي پرمختګ ته هیله مندي ښودلې وايي، راتلونکی کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني، چې پرون جمعه د لیندۍ ۱۴ مه د ایټالیا د مدیترانې کلنۍ غونډې ته وینا کوله ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ وشي او راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.

نوموړي زیاته کړې، چېد افغانستان د سولې په برخه کې د دواړو مذاکراچي ډلو تر منځ په تېرو څو ورځو کې پرمختګ لیدل شوی دی او هیله ده د روان میلادي کال تر پایه نور پرمختګ هم ووینو.

هغه ویلي«موږ هیله لرو چې ۲۰۲۱میلادي کال به د افغانستان لپاره یو ښه کال وي چې سوله او ثبات راولي.»

دی وايي، د سولې د مذاکراتو له کوربتوبه د قطر هدف دا دی چې د افغانانو لپاره هر څومره ژر ممکن ثبات رامنځته شي او قطر به د دې هدف لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې نن په رسمي ډول د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي خبرو ته سره کېږي.

دوی څو ورځې وړاندې د مذاکراتو پر اصولو او اجنډا توافق ته سره ورسېدل او په ګډه اعلامیه کې یې ویلي و، چې ډېرې ژر به رسمي خبرې پیل کړي.

که څه دا نه ده په ډاګه چې دوی به لومړی په کومو موضوعاتو خبرې وکړي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوی ویلي و، دوی به لومړی د اوربند په اړه خبرې وکړي او ټينګار به پرې وکړي.

هغه موضوع چې طالبانو تل ترې انکار کړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي