۰
حامد کرزی:

د سولې لپاره له ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ او همکاري کوم

شنبی ۱۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۳
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په ټول توان د سولې راتګ لپاره د ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي او ورسره همکارۍ ته چمتو دی.
د سولې لپاره له ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ او همکاري کوم
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په ټول توان د سولې راتګ لپاره د ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي او ورسره همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي نن د ملي روغې جوړې عالي شورا په لومړۍ ناسته کې و ویل، چې د جګړو له پای سره سم به افغانان په رښتینې توګه د خپل هېواد واګې په لاس کې واخلي.

نوموړي زیاته کړه، افغانان سوله غواړي او دا هیله یې باید پوره کړل شي.

د هغه وینا د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړولو یو غوره اقدام دی او باید ټول غړي یې د سولې د راتګ لپاره هڅې وکړي.

حامد کرزي زیاته کړې چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لورو ژر تر ژره یوې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کوي او تمه لري چې دوی په افغانستان کې د جګړو پر ختمولو هوکړې ته سره ورسېږي.

دی وایي، افغانان دمګړی د یوې پردۍ دسیسې له امله په خونړیو جګړو کې ښکېل دي او همدا چې سوله راځي نو افغانان به په رښتینې توګه د خپل هېواد واګې په لاس کې واخلي.

پخواني ولسمشر دغه راز زیته کړه، چې د افغانستان د سولې پروسه او دغه راز په دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي له پرېکړو او دريځ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي