۰

د امریکا د کانګرس غړو د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ د هڅو مخه نیولې

یکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
امریکایي سټراز انډ سټرایپس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د کانګرېس غړو له افغانستان څخه د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ د هڅو مخه ډپ کړې ده.
د امریکا د کانګرس غړو د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ د هڅو مخه نیولې
امریکایي سټراز انډ سټرایپس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د کانګرېس غړو له افغانستان څخه د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ د هڅو مخه ډپ کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کانګرېس ویلي، د ټرمپ حکومت له افغانستانه نور ځواکونه هغه مهال ایستلی شي، چې د امریکا له متحدانو او د افغانستان له حکومت سره پرې همږغي وشي.

سټراز انډ سټرایپس زیاته کړې،د کانګریس غړیو د ملي دفاعي صلاحیت د قانون رامخکې کړی او په دې ذریعه یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ډب کړې ده.

دا قانون وايي، مخکې تر دې چې پوځیان وایستل شي باید د حکومت د نورو ادارو نظرونه او مشوروې وغوښتل شي.

سرچینې زیاته کړې، اوس داسې نه ښکاري چې تر کرسمیس پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ غوښتنه عملي شي.

د ملي دفاعي صلاحیت قانون، چې د ۲۰۲۱ کال دفاعي بودجه ټاکي، کانګریس ته واک ورکوي چې د نورو ځواکونو د ایستلو لپاره تر هغو د پیسو اجازه ورنه کړي چې پنتاګون او نورو ادارو په دې اړه راپور نه وي وړاندې کړی چې په افغانستان کې د ځواکونو کمېدا به د امریکا پر امنیت او نورو مسلو څه اغېز ولري.

دا راپور په هغه صورت کې لازمي دی چې د ځواکونو شمېر تر ۴ زرو کمېږي.

په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي، حکومت قانوني مسوولیت لري چې په افغانستان کې د امنیتي عملیاتو د وضعیت او د دیپلوماتیکو هلوځلو په باب کانګریس او د امریکا خلکو ته په وخت، منظم او بشپړ معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي