کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

18 قوس 1399 ساعت 9:52

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت زیاتوي، دغه کسان د ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په دغه سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
 
وزارت زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com