۰

کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

سی شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت زیاتوي، دغه کسان د ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، نهمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په دغه سیمو کې د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، اخلاقي جرمونو، د کورونو لوټولو او همداراز د جعل او تذویر په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
 
وزارت زیاته کړې، چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي