ننګرهار او لغمان کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

24 قوس 1399 ساعت 9:58

سیمه ییزه چارواکو ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د ۱۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


سیمه ییزه چارواکو ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د ۱۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي پېښې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه ناوخته د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې او لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام آباد سیمه کې رامنخ ته شوې ده.

د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې پر یوه سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي او موټر یې له منځه تللی.

د لغمان د الیشنګ اسلام آباد سیمه کې بیا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال په یوه کور هاوان لګېدلی دی.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، هاوان د طالبانو له لوري توغول شوي، چې په ترڅ کې یې دوه نارینه او یوه انجلۍ وژل شوې او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه هم شامل دي. دولتزي ویلي چې ټپيان د لغمان مرکز روغتونو ته انتقال شوي دي.

دغه راز د والي ویاند زیاته کړې، چې په جګړه کې د وسله والو طالبانو یو مهم مشر هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو کره جزیات یې ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com