سیمه ییزه چارواکو ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د ۱۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي پېښې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه ناوخته د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې او لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په اسلام آباد سیمه کې رامنخ ته شوې ده.
د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې پر یوه سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي او موټر یې له منځه تللی.
د لغمان د الیشنګ اسلام آباد سیمه کې بیا د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال په یوه کور هاوان لګېدلی دی.
د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، هاوان د طالبانو له لوري توغول شوي، چې په ترڅ کې یې دوه نارینه او یوه انجلۍ وژل شوې او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په ټپیانو کې ښځې، ماشومان او نارینه هم شامل دي. دولتزي ویلي چې ټپيان د لغمان مرکز روغتونو ته انتقال شوي دي.
دغه راز د والي ویاند زیاته کړې، چې په جګړه کې د وسله والو طالبانو یو مهم مشر هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو کره جزیات یې ورنه کړل.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل