فراه کې یو دیني عالم او د جومات ملا په غلچکي برید کې وژل شوی

24 قوس 1399 ساعت 10:05

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو فراه ولایت کې یو دیني عالم او د جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو فراه ولایت کې یو دیني عالم او د جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۲۳ مه) ۸:۳۰ بجې د فراه ولایت د لاش او جوین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وایي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د جامع جومات خطیب او دیني عالم مولوي غلام سخي ترور کړی دی.

د ده په وینا دغه ملا امام په جومات کې د جمعې تر ادا کولو وروسته د کور پر لور روان و، چې موټر سایکل سپرو وسله والو طالبانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

د محب په وینا پر مولوي سخي تر برید وروسته پولیسو پر طالبانو برید کړی، چې په جګړه کې درې طالبان هم ټپیان شوي او دوه موټر سایکلونه ځینې نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 134361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com