۰

ولسمشر غني د کابل د مرستیال والي پر وژنه توند غبرګون ښودلی دی

سی شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۱
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د مرستیال والي پر وژنه سخته خواشني ښودلې او دا کار یې د وسله والو طالبانو بللی دی.
ولسمشر غني د کابل د مرستیال والي پر وژنه توند غبرګون ښودلی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د مرستیال والي پر وژنه سخته خواشني ښودلې او دا کار یې د وسله والو طالبانو بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د دغه برید د غندلو تر څنګ ویلي طالبانو په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې او اوس پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بیدونه کوي.

نوموړي زیاته کړې، دا ډول بریدونه طالبان کوي او هېڅکله دغه ډله له دا ډول بریدونو اوږې نه شي سپکولی.

ښاغلي غني ویلي«طالبان د افغان ولس، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې په نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو تروریستي بریدونو او چاودنو له مسوولیته خپلې نشي تښتېدای او جواب به یې وایي.»

افغان ولسمشر وایي د هېواد کشفي ارګانونو یو شمېر دولت ضد وسله والو له چاودېدونکو توکو او وسلو سره نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

دی زیاتوي هر هغه څوک چې هېواد او ولس ته زیان رسوي د خپلو ناوړه اعمالو سزا به و ویني.

د یادونې ده، چې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي نن سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه سهار د څلورم مکرویانو په سیمه کې په مقناطسي ماین چاودنه کې و وژل شو.

له ده سره یې په دغه چاودنه کې سکرتر هم وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي