دفاع وزارت: میدان وردګو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

26 قوس 1399 ساعت 9:07

ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګ ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګ ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ په زیولات او ملا خېل سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه وايي، افغان کمانډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو برید په شاه تمبولی او د جګړې په ترڅ کې یې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د وژل شویو طالبانو جسدونه هم د جګړې په میدان پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com