ننګرهار کې یو ځوان د انسان تښتونکو له منګلو ژغورل شوی او پنځه تنه انسان تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځوان څو ورځې وړاندې په داسې حال کې، چې ښوونځي ته روان و، د انسان تښتونکو له خوا تښتول شوی وو.
خبرپاڼه وايي، له پېښې وروسته د جنايي پېښو سره د مبارزې ځواکونه لاس په کار شوي او د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د یادې قضیې په تړاو درې تنه د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې نیولي وو.
سرچینه زیاتوي، چې د نیول شوي کسانو د اعتراف پر اساس د یادې ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې دوه تنه نور انسان تښتونکي نیول شوي او برمته شوی ځوان یې له منګولو ژغورل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له یادو انسان تښتونکو څخه یو میل کلاشنکوف هم تر لاسه شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل