ولسمشرغني د سولې د مذاکراتي ټیم سره لیدلي دي

29 قوس 1399 ساعت 13:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او یاد ټیم لیدنه نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه ارګ شوې شوې او مذاکراتي ټیم دوحه کې د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

ارګ وايي، په دغه لیدنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

سرچینه وايي، ښاغلي غني د ټیم مننه وکړه او ویې ویل، چې مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاوو د انکشافاتو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
 
ولسمشر ویلي، د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com