۰
ملګري ملتونه:

۲۰۲۱ کې به افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر زیات شي

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۱
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، ۲۰۲۱ میلادي کال کې به په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر خورا لوړ شي.
۲۰۲۱ کې به افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر زیات شي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، ۲۰۲۱ میلادي کال کې به په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر خورا لوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هغې ارزونه کې چې یادې ادارې د شنبې په ورځ‌ رسنیو ته لېږلی ویلي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې بشري وضعیت مخ په ځوړ روان دی.

اوچا وايي، دا مهال د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه تر ۱۶ میلیونه زیات افغانان خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا افغانستان د نړۍ په کچه دویم هېواد دی، چې ډېر وګړي یې د خوړو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي او دا شمېر به ۲۰۲۱ کې نور هم زیات شي.

یاده اداره زیاتوي، چې له ۱۶ میلیونه اړمنو افغانانو ۵ نیم میلیونه داسې دي، چې د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني حالت سره مخ دي.

له دغه ګواښ سره مخامخ ډېر کسان هغه شاوخوا څلور ملیونه کسان دي چې په کور دننه بې‌ځایه شوي او له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

طبیعي افتونه، زیاتېدونکې بې‌وزلي او کرونا وبا هغه ستونزې دي چې د اوچا په باور، د ګڼو افغانانو بشري وضعیت‌یې ځپلی دی.

اوچا زیاتوي، پر دغو ستونزو سربېره جګړه او تاوتریخوالی بل ستر لامل دی چې پر افغانانو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي، د سولې له هڅو سره سره تاوتریخوالی روان دی چې افغانان ‌یې په فزیکي او رواني لحاظ سخت ځپلي دي.

اوچا ویلي، د همدې تاوتریخوالي له کبله د افغانستان راتلونکی وضعیت نا معلوم برېښي، خو دوی هیله ښودلې که چېرې د سولې خبرې نتیجه ورکړی، د جګړې له اړخه به د افغانانو زیانونه کم او د بشري لاسنیوي فرصتونه به هم برابر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي