ډاکتر عبدالله تاجکستان ته ولاړ

1 جدی 1399 ساعت 8:38

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د مرغومي اوله د دوشنبې په لور وخوځېده.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، دا د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو په موخه سیمې ته د ښاغلي عبدالله د سفرونو له لړۍ څخه دی، چې د تاجکستان په رسمي بلنه تر سره کېږي.

عبدالله به تاجکستان ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان، د لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د ولسي جرګې د مشر محمد طاهر ذاکر زاده او د بهرنیو چارو وزیر سراج مهرالدین سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.
 
د یادونې ده، چې د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو په موخه عبدالله تر دې وړاندې پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com