کابل کې چاودنې یو تن وژلی دی

2 جدی 1399 ساعت 8:00

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲ مه د ۷ مې امنیتي حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل پولیس وایي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې کابل کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا چاودنې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134623

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134623/

جمهور
  https://www.jomhornews.com