۰

کابل کې چاودنې یو تن وژلی دی

سی شنبه ۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.
کابل کې چاودنې یو تن وژلی دی
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲ مه د ۷ مې امنیتي حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل پولیس وایي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې کابل کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا چاودنې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي