د چهاردرې امنیه قوماندان له طالبانو سره نښته کې وژل شوی

2 جدی 1399 ساعت 13:53

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندوز پولیسو نن سه شنبې د مرغومي دویمه ویلي، چې د چهاردرې د پولیسو قوماندان احمد عمر صالح د یوه ساتونکي سره یو ځای د طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.

د دوی په وینا دغه جګړه نن سه شنبې سهار وختي هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په دوبندي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

د کندوز پولیس وایي، په دغه جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دوی زیاتوی، چې په نښته کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز


 


د مطلب کود: 134647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com