د پاکستان د پوځی یوه چورلکه لوېدلې ده

7 جدی 1399 ساعت 11:15

د پاکستان پوځ تایید کړې، چې یوه پوځي چورلکه یې لوېدلې، دوه پيلوټان او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.


د پاکستان پوځ تایید کړې، چې یوه پوځي چورلکه یې لوېدلې، دوه پيلوټان او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه چورلکه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه د ګلکت په بالیستان سیمه د تخنکي ستونزو له امله پرېوتې ده.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې هلیکوپټره په سیمه کې د پاکستان د یوه وژل شوي عسکر د را انتقالولو لپاره تللې وه چې سقوط یې کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پېښه کې دوه پیلوټان او دوه سرتېري وژل شوي او چورلکه هم له منځه تللې ده.

دا په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ څلورمه هلیکوپټره ده چې د تخنیکي ستونزو له مله لویږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134790

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134790/

جمهور
  https://www.jomhornews.com